Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

خوزيږم ٭ كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو د بد بد كتلو، رټلو او بحث كولو په ځائے به صبر كووم. ٭ صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب، اُذْكُرُ الله، تُـوبُـو اِلَـی الله وغيره چه اورم نو د ثواب ګټلو او د آواز لګوونكو د زړه ساتلو د پاره به په اوچت آواز باندے جواب وركووم. ٭ د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښے كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                                 صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! انسان چه د چا سره مينه كوي نو د هغه تذكِره هُم ډيره كوي، د هغه په نقشِ قدم باندے د تللو او د هغه د انداز [يعني طور طريقو] اختيارولو او د هغه قول او فعل او عمل كښے د هغه د نقل كولو هر ممكن كوشش كوي ځكه چه د محبوب انداز [يعني طور طريقے] خوښول او اختيارول د رښتيني محبت علامت او دليل وي، ولے چه مونږه هم د خپل خوږ خوږ آقا، مكِّـى مَدَنـى مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره محبت كوو، نو اوس مونږه له سوچ كول پكار دي چه مونږه خپل آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د محبت دعوٰى كولو كښے څومره رښتيني يو، چه مونږه د خپل محبوب آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خواږه سنتونه او ښكلے انداز د څومره حده پورے اختياروو؟ د نن په بيان كښے به مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مختلفو كارونو مختلف انداز او سنتونه مثلاً د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خبرو كولو انداز څنګه وو؟ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د طعام تناول كولو انداز څنګه وو؟ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په معاشره كښے د اوسيدلو انداز څنګه وو؟ او ورسره ورسره