Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

د اَخلاقِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څرَكونه

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د سَيِّدُ الْمُرسَلِين، خَاتَمُ النَّبِيّين، جنابِ رَحمةٌ لِّلعٰلمِين  صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اَخلاقِ حَسَنه يو څو نورے جهلكيانے واورو.

٭ د دواړو جهانو سردار صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هر وخت د خپلے ژبے حِفاظت فرمائيلو او صرف د كار خبره به ئے كوله ٭ راتلونكو خلقو سره به ئے د مَحبّت سُلوك كولو، داسے څه خبره به ئے نه كوله چه د هغے نه نفرت پيدا كيږي ٭ د قوم د عِزّت مند كس لحاظ به ئے كولو او هغه به ئے د قوم سردار ټاكلو ٭ خلقو ته به ئے د الـلّٰـه تعالٰى نه د يَريدلو نصيحت كولو ٭ د صَحابَۀ كِرَامو عَـلَـيْهِمُ الرِّضْوَان د خير خبر تپوس به ئے كولو ٭ د خلقو د ښو خبرو صِفَت به ئے بيانولو او هغے ته به ئے تَقوِيَّت وركولو، بد څيز ته به ئے بد وئيلو او په هغے باندے د عمل كولو نه به ئے منع كوله ٭ په هره معامله كښې به ئے د اِعتِدال (يعني درميانه انداز) نه كار اخستلو ٭ د خلقو د اصلاح نه به ئے كله هُم غَفلت نه كولو ٭ نبىِّ پاك صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په ناسته ولاړه (يعني هر وخت) ذِكرُالـلّٰـه جَلَّ جَلالُهٗ كولو ٭ چه كله به ئے څه ځائے ته تشريف يوړو نو چرے به ئے چه ځائے اوموندلو هلته به كښيناستلو او نورو ته به ئے هم د دے تلقين [يعني نصيحت] كولو ٭ خپلے خوا ته د ناست كس د حقونو لِحاظ به ئے ساتلو ٭ د حُضُورِ اَقدس صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت كښې حاضر اوسيدلو والا هر كس به دا ګنړله چه حُضُورِ پاك صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو نه زيات زما سره محبَّت كوي ٭ چه څوك به ئے په خِدمتِ مباركه كښې حاضِر شو نو د خبرو كولو والا سره به د هغه وخته پورے تشريف فرما وو تر څو به چه هغه پخپله لاړ