Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هميشه رښتيا وئيل

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چه د خوږ نبـى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نورو ښكلو ښكلو اندازونو په باره كښې واورو او د دے په اوريدلو مونږه هم كوشش اوكړو چه د خپل محبوب صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  انداز اختيار كړو.

      د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ښكلے انداز رښتيا وئيل هُم دي، اُمُّ الْمُؤمِنِين حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْها فرمائي: ”د دروغو نه زيات بل يو عادت د نبـي اكرم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په نِزد ناخوښه نه وو“.

(سنن الکبری للبیھقی،کتاب الشہادات،باب من کان منکشف …الخ، ۱۰/۳۳۱، حدیث:۲۰۸۲۱)

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به دروغ نه خوښولو، نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په رښتياؤ باندے څومره مضبوط قائم وو، د دے اندازه تاسو د دے خبرے نه لګولے شئ چه د اعلانِ نبوت نه مخكښے هُم خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په مكه مُكَرمه كښے د صادق (يعني رښتيا وئيلو والا) په لقب مشهور وو او هغه خلق د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سخت دُښمنان وو  هغوئي به هم د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رښتيا وئيلو ګواهي وركوله، مونږ له پكار دي چه په دے مُعامَله كښے هُم د نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نقشِ قدم روان شو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپلو اُمتيانو ته هُم د رښتيا وئيلو، د امانت دارئ او ديانت دارئ ترغيب وركولو او د دروغو نه ساتلو د پاره به ئے ورته ”د دروغو وئيلو تباهيانے“ بيانولي. راځئ چه د دروغو عادت ختمولو د پاره د فرامين مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ