Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چه خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خاموشي خوښوله او بے ضرورته خبره به ئے نه كوله. كه خپلے ژبے مباركے ته به ئے حركت وركولو نو د الله پاك د ذِكر د پاره، د هغه د اَحكاماتو بيانولو د پاره، د خپلو بيبيانو د زړه ساتلو د پاره، د خپلو خوږو صحابه كرامو مَدَني تربِيَّت كولو د پاره، خلقو ته د نيكئ حكم كولو او د بدئ نه منع كولو د پاره، لِهٰذا مونږ له هم پكار دي چه د فضولو خبرو نه هر وخت ځان ساتو. راځئ چه  د فضولو خبرو نه د بچ كيدلو په فضيلت كښے دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو: چنانچه

فرامينِ مصطفٰى

خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي:څوك چه په الله پاك او د قيامت په ورځ اِيمان لري هغه له پكار دي چه ښه خبره اوكړي يا خاموشه اوسي.

( مسلم ، کتاب الایمان ،باب الحث علی اکرام الجار...الخ،ص ۴۸،حدیث:۱۷۴)

     (2) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: بنده د هغه وخته پورے د اِيمان حقيقت نه شي موندلے ترڅو چه خپله ژبه (د فضولو خبرو نه) حِصاره اُو نه ساتي. (معجم اوسط ،۵/۵۵ حدیث: ۶۵۶۳)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د مجلس مدني چينل تعارُف

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د فضولو خبرو نه د بچ كيدلو او د ښو خبرو كولو