Book Name:Payare Aqaa Ki Payari Adaain

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږے خبرے

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! زمونږه د خوږ آقا مكي مدني مُصطفٰى صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ښكلے او ښائسته انداز دا هم وو چه هغوئي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د وقار نه ډك انداز كښے په قلاره قلاره خبرے كولے. چنانچه

     اُمُّ المُؤمِنِين حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْها فرمائي چه خوږ آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ډيرے تيزئ سره زر زر خبرے نه فرمائيلي بلكه په قلاره قلاره به ئے كلام فرمائيلو، خبرے به دومره صفا واضحه وے چه اوريدلو والا به پرے پوهه شولو او هغه [خبرے] به ئے يادے كړے. كه چرے  اَهَمه خبره به وه نو كله كله به ئے درے درے ځله فرمائيله چه اوريدلو والا ئے ښه ياده كړي. خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به بے ضرورته خبرے نه كولے بلكه اكثر به خاموشه اوسيدلو.

(الشمائل المحمدیۃ،باب کیف کان کلام رسول اللہ،ص۱۳۴۔۱۳۵،حدیث:۲۱۳۔۲۱۴۔۲۱۵)

د خبرو كولو متعلق يو څو اهم نكات

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د نبـي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركو خبرو په باره كښے چه مونږه يو څو ښكلي ښكلي اندازونه واوريدل د دے نه يو څو نكات حاصل شو. ٭ يوه نكته دا ده چه د خبرو كولو په وخت كښے آواز ډير زيات تيز او زر زر نه وي پكار ځكه چه مخامخ كس ته په خبره پوهيدل مشكل شي. ٭ دويمه نكته دا ده چه كله هم خبرے كوئ نو چه آواز مو دومره كم نه وي چه مخامخ كس