Safar e Meraj Ke Waqiat

Book Name:Safar e Meraj Ke Waqiat

بيان کړو او اوئې فرمائيل:

لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا (پارہ:15 ، سورۀ بنی اسرائیل:1)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږه هغۀ ته خپلې عظيمې نخښې وښايو۔

يعنې الله کريم پۀ خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې مِعراج دې د پاره اوکړو چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته خپلې نخښې او د قُدرت عجائبات وښائي۔

مالِک ته د هغۀ ملکيت وښودلے شو

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا نخښې (مثلاً جنَّت او دوزخ، عرش او کُرسي، لوح او قلم وغيره) ولې وښودلے شول؟ پۀ دې باره کښې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير ايمان تازه کوونکے مَدَني ګل ورکړے دے، فرمائي: عرش او فرش او ټول عالَم حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته عطا کړے شول، ځکه د جنَّت پۀ دروازو، پۀ پاڼه پاڼه او ښاخ ښاخ باندې ليکلي شوي دي: لَآا اِلٰہَ اِلَّا اللہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوۡلُ اللہ يعنې دا څيزونه د قُدرت د کارخانې جوړ دي او د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ملکيت کښې ورکړے شوي دي۔ الله پاک ته منظوره شوه چې مالِک ته د هغۀ ملکيت وښودلے شي، ځکه رَبِّ کريم محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مِعراج له وغوښتلو او هر څۀ يـې ورته وښودل۔ ([1])

کونین بنائے گئے سرکار کی خاطِر            کونین کی خاطِر تمہیں سرکار بنایا

کنجی تمہیں دِی اپنے خزانوں کی خُدا نے       محبوب کِیا، مالِک و مختار بنایا([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                                   صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... شانِ حبیب الرحمٰن من آیات القرآن ، صفحہ:107 بتغیرٍ قلیل۔

[2]...ذوقِ نعت، صفحہ:47-48۔