Safar e Meraj Ke Waqiat

Book Name:Safar e Meraj Ke Waqiat

ګړۍ کښې د هغوې سره وې۔

معراج ہوئی تا عرش گئے حق تم سے مِلا تم حق سے مِلے

سب راز فَاَوْحیٰ دِل پہ کُھلے یہ عزت و حشمت کیا کہنا...!!([1])

د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ غلامانو باندې کرم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله کريم فرمائي:

لِنُرِیَهٗ مِنْ اٰیٰتِنَا (پارہ:15 ، سورۀ بنی اسرائیل:1)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مونږه هغۀ ته خپلې عظيمې نخښې وښايو۔

يعنې پۀ صاحبِ مِعراج نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې مِعراج اوکړے شو د پاره د دې چې هغوئي ته د الله پاک نخښې وښودلے شي۔ پۀ دې کښې پۀ مونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ غلامانو باندې هم د کرم يو جهت موجود دے۔

امام فخر الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډيره ايمان تازه کوونکې نکته ليکلې ده، د هغوئي د فرمان خُلاصه ده: چې کله يو څيز ناڅاپه د بنده مخې ته راشي، اګر که انسان د هغې نه مخکښې خبر وي، هغۀ ته معلوم هم وي خو د څۀ وخت د پاره د انسان زړۀ پۀ هٰغه څيز کښې مشغول شي، توجه ترينه نۀ لرې کيږي، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته هم د جنَّت او د دې د نعمتونو عِلم وو، د دوزخ او هلته د عذابونو ورته هم عِلم وو خو الله پاک د قيامت راتللو نه مخکښې هغوئي ته د جنَّت نعمتونه او د دوزخ وحشتونه وښودل د پاره د دې چې کله د قيامت پۀ ورځ جنَّت او دوزخ مخې ته راوړے شي نو د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زړۀ هٰغه اړخ ته مشغول نشي بلکې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... قبالۂ بخشش، صفحہ:85۔