Share this link via
Personality Websites!
راځئ چې مونږ هم دا دُعا ولولو:
اَللَّهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي رَجَبٍ وَّشَعْبَانَ، وَبَلِّغْنَا رَمَضَانَ
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
په قافلو کښې د سَفَر کولو ترغيب
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د خوش قِسمته اِسلامي وروڼو او نورو عاشقانِ رسول يوه شميره د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح د کوشش د مقدسې جذبې لاندې سفر کوي۔ هسې خو دا ډير ګران کار دے خو ياد ساتئ چې د نيکۍ دعوت ورکول او پۀ دې لاره کښې سخته برداشت کول د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي * انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام * صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم * نيکان خلق به د نيکۍ د عوت ورکولو د پاره د کورونو نه وتل * لرو لرو علاقو ته به تلل * هجرت به يـې کولو او * سخته به يـې تيروله او د دِين پيغام به يـې عام کولو * د مخکښينو خلقو پۀ قربانو باندې دا دِين مونږ ته رارسيدلے دے۔
تاسو هم په مَدَني قافله کښې سفر کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي * په مَدَني قافله کښې فرض عِلمِ دِين ښودلے کيږي * سُنَّت ښودلے کيږي * د تهجدو کولو سعادت نصيب کيږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو موقع ميلاويږي * د قافلې په برکت سره د مُرادونو د پوره کيدو، * د مشکلاتو لرې کيدو * د بيمارو نه د شفا نصيب کيدو هم ډير واقعات دي * داسې هم شوي دي چې په مَدَني قافله کښې د سفر کوونکو عاشقانِ رسول د ډاډګيرنې د پاره خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم فرمائيلے دے، په خوب کښې يـې تشريف راوړے دے او په قافله کښې برخه اخستونکو له يـې ديدار ورکړے دے۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami