Book Name:Safar e Meraj Ke Waqiat
لرې کړو (3): پۀ لاره تيريدونکو ته سلام هم کوو او که څوک مونږ ته سلام اوکړي نو هغوئي له جواب هم ضرور ورکړو (4): او څلورم حق: د نيکۍ دعوت عام کړو۔ مثلاً مونږ پۀ کوڅه کښې يو، څوک پۀ څۀ غلط کار کولو ووينو، پۀ حکمت سره، پۀ مينه محبت باندې هغه پوهه کړو، تلونکو راتلونکو ته د موقعې پۀ مناسبت سره د نيکۍ دعوت هم ورکړو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ضرورت پۀ توګه پۀ لاره کښې ناسته به مو هم د نيکو نه ډکه شي۔
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
مسجدِ اقصیٰ ته د تللو پۀ وخت رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو منظر دا هم وليدلو چې يو وړوکے شان کاڼے دے، د هغې نه يو غټ غوئي راووتو، بيا هٰغه غوئي هٰغه کاڼي ته واپس د ننوتو کوشش شروع کړو خو هٰغه د(کاڼي نه راوتلے غوئي) واپس هٰغه کاڼي ته دننه نۀ شو۔ پۀ پوښتنه کولو ووئيلے شو: دا هٰغه کَس دے کوم چې لوئي لوئي خبرې کوي بيا پۀ هغې باندې ستومانه وي خو د خپلو خبرو د واپس کولو وَس نۀ لري۔ ([1])
د سوچ نه بغير د خبرو کولو وبال
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي چې خبره رښتيا ده، کومه خبره چې يو ځل د خُلې نه ووځي، نو هغه بيا وتلې وي، بيا هغه واپس نشي راګرځيدے۔ د حيرانتيا بلکې د عبرت خبره دا ده چې ژبه وړۀ شان ده خو د دې نه خبرې دومره لوئي لوئي ووځي چې لوئے لوئے