Book Name:Safar e Meraj Ke Waqiat
ووځي نو صرف جسم ته نۀ بلکې بعضې وخت ايمان ته هم ډير نقصان رسوي۔
لاسونه او ژبه پۀ قابو کښې ساته۔۔۔!!
حضرت اَسوَد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، هغوئي فرمائي: ما د الله پاک د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خِدمت کښې عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته نصيحت اوکړئ! رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: آيا تۀ خپله ژبه قابو کولے شې؟ ما عرض اوکړو: که زۀ خپله ژبه قابو نه کړے شم نو پۀ کوم څيز به قابو بياموم؟ سردارِ انبيا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: آيا تۀ خپل لاسونه قابو کولے شې؟ ما بيا عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! که زۀ خپل لاسونه هم قابو نۀ کړے شم نو پۀ کوم څيز به قابو بياموم۔ بيا آقائے نامدار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بس بيا پۀ خپله خُله باندې هميشه ښې خبرې کوه او ستا لاسونه دې د خير نه عِلاوه بَل څۀ طرف نۀ اوچتيږي۔ ([1])
یارَبّ! نہ ضرورت کے سوا کچھ کبھی بولوں اللہ! زباں کا ہو عطا قفلِ مدینہ([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د مِعراج شريف پۀ باره کښې پۀ بُخاري شريف کښې پۀ روايت کښې دي: کله چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وړومبي اسمان ته تشريف يوړلو نو هلته د هغوئي ملاقات د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام سره وشو، حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته پۀ هر کلي وئيلو ووئيل: مَرْحَبًا بِالْاِبْنِ الصَّالِحِ وَالنَّبِیِّ الصَّالِحِ يعنې صالحه ځوي