Qurbani Ke Aadab​

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

اوس وګورئ چې حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام  چې د 7 کالو پۀ عمر کښې د رَبِّ کريم پۀ دربار کښې دا عرض وکړو، بيا ټول عمر پۀ هغې باندې قائم پاتې شو، پۀ هغوئي مصيبتونه هم راغلل، پريشانۍ پرې هم راغلې، غمونه هم راغلل، هغوئي ته تکليفونه هم اورسولے شو خو د لږې سعت  د پاره هم هغوئي حوصله اونه بائلله، هغوئي تل ثابت قدم پاتې شو، هغوئي ته د نيکۍ د دعوت عام کولو حُکم اوشو، هغوئي بالکل يواځې د دين پۀ پيغام عام کولو کښې مصروف شو، نمرود د وخت ډير ظالم بادشاه وو، د هغۀ پۀ دار الحکومت کښې د اوسيدو او بغير د ويرې، صرف د الله پاک پۀ توکل هغوئي د کلمۀ حق اواز پورته کړو۔

نمرود بد بخته د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام مَعَاذَ الله! وور ته د غورځولو جراءت وکړو، پۀ دې هم حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام مطمئين پاتې شو، د الله پاک فرمانبرداره پاتې شو، کله چې هغوئي وور ته غورځولے کيدل نو حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام حاضر شو، عرض يـې وکړو: اے اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ! که څۀ حاجت وي نو وفرمايئ! اوئې فرمائيل: حاجت شته  تا ته  نۀ، عرض يـې وکړو: بيا  چا ته چي  حاجت دے، هغۀ ته ووايئ! اوئې فرمائيل: هغۀ مې ويني، د وئيلو ضرورت نشته۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا يقين وو، توکل وو، بيا الله پاک د هغوئي د دې يقين او فرمانبردارۍ صِله هم ورعطا کړله، پۀ ميلونو خور  هٰغه هيبت ناک وور الله پاک د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د پاره د ګلونو پۀ باغ  بدل کړو۔

بيا حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ته د هجرت کولو حُکم اوشو، هغوئي خپل کور، خپل خپلوان، ټول پريښودل او شام  ته يـې هجرت وکړو۔

حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام چې کله د ضعيفۍ [يعنې پيرۍ] عمر ته اورسيدلو، نو هغوئي دُعا وکړه:


 

 



[1]... کشف الخفاء، حرف الحاء، جلد:1، صفحہ:318 بتغیر قلیل ۔