$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د عشرۀ ذو الـحِج وړومبۍ لس ورځې ډيرې برکت والا دي، دا د الله پاک ډيرې خوښې ورځې دي، تر دې پورې چې الله پاک پۀ قرآنِ مجيد کښې د دې ورځو قسم ارشاد فرمائيلے دے، ارشاد دے:

وَ  الْفَجْرِ ۙ(۱وَ  لَیَالٍ عَشْرٍ ۙ(۲)

 (پارہ:30، سورۀ فجر:1,2)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دهغه سحر قسم۔ او د لسو شپو۔

د يو قول مطابق پۀ دې آيت کښې د ذِکر شوؤ 10 شپو نه د ذو الـحِج وړومبۍ 10 شپې مراد دي۔ ([1]) پته ولګيده! چې د ذو الـحِج وړومبۍ 10 شپې ډيرې د فضيلت والا دي چې الله پاک پۀ دې قسم ارشاد فرمائيلے دے۔ 

حج کا مہینا آیا، ماہِ حرام آیا                                                                                                          طیبہ کی یاد لایا، ماہِ حرام آیا

آئی ہیں اس کی قسمیں، قرآں کی آیتوں میں                          رَب کو ہمارے بھایا، ماہِ حرام آیا

پۀ عَشرَۀ ذِي الـحِج کښې د عبادت فضيلت

د حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے څوک چې سلطان المُفسرين دے، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ترۀ زوي هم دے، ډير لوئي صحابي دے او د قرآنِ پاک مُفَسر هم دے، هغوئي فرمائي: د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَا مِنْ اَيَّامٍ اَلْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهَا اَحَبُّ اِلَى اللَّهِ مِنْ هَذِهِ الْاَيَّامِ يوه ورځ هم داسې نشته پۀ کومه کښې چې نيک عمل کول د الله پاک پۀ نزد، د دې 10 ورځو نه زيات محبوب وي۔ ([2])  

يعنې که پۀ عامو ورځو کښې نيکي وکړے شي نو هغه هم د الله پاک ډيره خوښه وي، پۀ عامو ورځو کښې نيکي کول هم ډيره د فضيلت خبره ده خو د عامو ورځو پۀ نسبت د


 

 



[1]... تفسیر قرطبی، سورۂ فجر، زیر آیت:2، جلد:30، صفحہ:24۔

[2]... ابو داؤد، کتاب الصوم، باب فی صوم العشر، صفحہ:390، حدیث:2438۔



$footer_html