Book Name:Qurbani Ke Aadab
قُرباني به د دوزخ نه حجاب جوړيږي
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ ضَحَّی طِیْبَۃَ نَفْسِہٖ مُحْتَسِبًا لِاُضْحِیَتِہٖ کَانَتْ لَہٗ حِجَابًا مِّنَ النَّار يعنې کوم بنده چې پۀ خوشحالۍ د ثواب پۀ نيت قُرباني وکړي، دا قُرباني به د هغۀ د پاره د دوزخ نه حجاب (يعنې خنډ [رکاوټ]) جوړ شي۔ ([1])
د يو حديث شريف خلاصه ده: د قُربانۍ د څاروي د وينې د وړومبي څاڅکي پۀ بدله کښې الله پاک د قُربانۍ کوونکي مخکښني ګناهونه معاف کوي۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د غور خبره ده چې ګناه څوک کوي؟ يقيناً انسان يـې کوي، څاروے خو مُکَلَّف نۀ دے، دا خو ګناه نۀ کوي خو وګورئ چې د انسان د ګناهونو کفاره څوک جوړيږي؟ بے ګناه څاروے۔۔۔۔! که چرې پۀ دې لحاظ سره وکتلے شي نو د څاروو پۀ مونږ څومره لوئي احسان دے چې ګناه مونږ کړې ده او دا بے ګناه څاروي د خپل ژوند پۀ ورکولو سره زمونږ د ګناهونو کفاره جوړيږي۔
پۀ دې کښې د هٰغه خلقو د پاره عبرت دے څوک چې د قُربانۍ پۀ وخت تماشه کوي، د څاروو د ساه وتو ليدو سره، او د څاروي د سختي د اوازونو پۀ اوريدو سره خوشحاليږي او مَعَاذَ الله! بعضې نادانه خو پړقې هم وهي۔ آه! دا تماشه د ليدو نۀ ده بلکې پۀ خپلو ګناهونو د شرميدو او د هٰغه څاروي د اِحسان منلو وخت دے، د خپل مرګ د يادولو او د ګناهونو نه د پخې رښتونې توبې کولو وخت دے چې ډير زر به زۀ هم د دې دُنيا نه رخصتيږم، زما به هم داسې د بے وسۍ حالت وي، د بے وسۍ پۀ دې حالت کښې به زما څوک اوري!