$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

لِّیَذْکُرُوا اسْمَ اللّٰہِ عَلٰی مَا رَزَقَہُمْ مِّنْۢ بَہِیْمَۃِ الْاَنْعَامِ ؕ فَاِلٰـہُکُمْ اِلٰہٌ  وَّاحِدٌ فَلَہٗۤ اَسْلِمُوْا ؕ

(پارہ:17، سورۀ حج:34)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د دې د پاره چې هغوئي  د الله نوم ياد کړي د هغۀ په ورکړے شوي  بے زبانه څاروو باندي ، نو ستاسو معبود صرف يو معبود دے نو هُم د هغۀ پۀ وړاندې غاړه کيږدئ۔

يعنې الله پاک ستاسو رازِق (يعنې تاسو له رزق درکوونکے) دے، هم الله پاک دا څاروي پيدا کړل، هم الله پاک دا طاقتور څاروي ستاسو پۀ قابو کښې راوستلي دي او هم الله پاک د دې د ذبح کولو او د غوښې پۀ ذريعه تاسو ته د توانايۍ حاصلولو اجازت درکړو، ستاسو صرف يو خُدائے دے، ځکه د څاروي د ذبح کولو پۀ وخت هم د هغۀ نوم اخلئ! د هغۀ شُکر ادا کوئ! او د هغۀ پۀ حُضُور کښې سرونه ټيټوئ!

معلومه شوه چې الله پاک چې د څاروو پۀ باره کښې پۀ مونږ باندې کوم انعامات وفرمائيل، څاروي يـې پيدا کړل، دا يـې زمونږ پۀ قابو کښې راوستل، د دوئي غوښه يـې زمونږ د پاره حلاله کړه، قُرباني د دغه انعامونو شُکر هم دے او ورسره ورسره پۀ دې کښې د توحيد اظهار هم دے، يعنې پۀ ټوله دُنيا کښې مسلمانان د لوئي اختر پۀ موقع باندې د څاروو ذبح کولو پۀ وخت د الله پاک نوم اخلي او عملي طور دا اظهار کوي چې الله يو دے، پۀ مونږ باندې انعام فرمائيلو والا يو دے، د ټولو مخلوقاتو پيدا کولو والا يو دے او مونږه صرف هم د هٰغه يو خدائے وحده لَاشَرِيک عبادت کوو، د هغۀ نه علاوه څوک هم خپل خُدائے نۀ منو۔

معلومه شوه چې قُرباني څۀ رَسم نۀ دے بلکې د نعمت شُکر هم دے او ورسره ورسره د توحيد د عقيدې عملي اِظهار هم دے۔ مونږ له هم پکار دي چې د الله پاک شُکر هم ادا کړو او د الله پاک د وحدانيت عملي طور اِظهار هم وکړو۔

قُرباني پۀ چا باندې واجِب ده؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ چې * قُرباني پۀ هر هٰغه مقيم مسلمان نارينه


 

 



$footer_html