Book Name:Qurbani Ke Aadab
(1): قُرباني ډير پخوانے عِبَادت دے
وړومبۍ خبره خو دا بيان کړے شوه چې قربانې ډير پخوانے عبادت دے، ارشاد دے:
وَ لِکُلِّ اُمَّۃٍ جَعَلْنَا مَنْسَکًا
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هر اُمَّت د پاره مونږه يوه قُرباني مقرره کړه۔
معلومه شوه چې مخکښې څومره د ايمان والا اُمتونه تير شوي دي، پۀ هغوئي کښې د هر اُمت د پاره الله پاک يوه قُرباني مقرر کړې وه۔
انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام او د هغوئي د قومونو قُربانۍ
که پۀ تاريخي لحاظ سره وکتلے شي نو معلوميږي چې د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه واخله تر د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پورې هر يو اُمت به د خپل شريعت مطابق قُرباني کوله۔ مثال په طور * د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام شهزاده حضرت هابيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قُرباني وکړه د کومې ذِکر چې پۀ قرآنِ کريم کښې هم دے ([1]) * د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام پۀ باره کښې منقول دي چې حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام باقاعده ذبح خانه جوړه کړې وه، چرته چې به د الله پاک پۀ بارګاه کښې څاروي قربانولے کيدل ([2]) * د الله پاک د خليل حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ بارګاه کښې وړاندې کړے شوې ځانګړې قُرباني خو ډيره مشهوره ده * منقول دي چې د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ مبارک وخت کښې به خلقو څاروي قربانول ([3]) * پۀ بني اسرائيلو کښي هم قُرباني عام معمول وو، خلقو به خپل ډير خوښ څاروے د الله پاک د رضا د پاره قُرباني کولو ([4]) * د حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام پۀ باره کښې روايت دے چې کله حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام بيتُ المُقدس جوړ کړو نو هٰغه وخت يـې بني اسرائيل راجمع کړل او د الله پاک پۀ بارګاه کښې يـې د شُکرانې پۀ طور څاروي ذبح کړل۔ ([5])