$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې علمائے کرام فرمائي: د اِسلام پۀ شروع کښې پۀ مسلمانانو باندې غريبي غالبه وه، ځکه حُکم وو چې د دريو ورځو د خوراک د پاره د ځان سره غوښه کيږدئ او نوره ټوله غريبانانو له ورکړئ! بيا چې کله الله پاک مسلمانانو ته ډير مال عطا کړو نو دا حُکم ختم کړے شو، اوس که تر ټول کال پورې د قُربانۍ غوښه خورۍ نو پۀ دې کښي هيڅ باک نشته۔ ([1]) 

الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ دې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                                                                                    صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)

يَا خَافِضُ

څوک چې 500 کرته يَا خَافِضُ لولي نو د دښمن نه به پۀ اَمان کښې وي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ([2])

الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:2،  صفحہ:522 ملخصًا۔

[2]... مدنی پنج سورہ، صفحہ:249۔



$footer_html