Qurbani Ke Aadab​

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۫ سَتَجِدُنِیْۤ  اِنْ شَآءَ اللّٰہُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ (۱۰۲)

(پارہ:23، سورۀ صٰفّٰت:102)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زوي يـې ووئيل: اے زما پلاره! تاسو هُم هغه وکړئ د څۀ چې تاسو ته حُکم درکولے کيږي. اِنْ شَآءَالله نزدې ده چې تاسو به ما د صبر کوونکو نه مومئ۔

سُبْحٰنَ اللہ! چې زوي وي نو داسې دې وي۔۔۔! چې فرمانبرداري وي نو داسې دې وي۔۔۔!!

یہ فیضانِ نظر تھا یا مکتب کی کرامت تھی                                           سکھائے کس نے اسماعیل کو آدابِ فرزندی؟

اَللہُ اَکْبَر! بيا حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خپل شهزاده د خپل ځان سره کړو، منٰی ته يـې تشريف يوړلو، زوي يـې سملولو، پۀ مرۍ يـې ورله چاړۀ کيښودله، پۀ روايتونو کښې راځي: چاړۀ ډيره تيرۀ وه خو چې د حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ مرۍ به يـې کله راښکله نو نۀ به يې غوڅولو۔

د الله پاک حُکم پوره کولو کښې پۀ غير اختياري طور ناوخته کيدو، د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام فرمانبرداره زړۀ دا ناوخته کيدل نۀ شو زغملے، هغوئي چاړۀ تيره کړه، بيا يـې راښکله، بيا يـې تيرۀ کړه، را يـې ښکله، خوبيا يې هم غوڅ نه کړو، درې کرته هم داسې اوشو۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د فرمانبردارۍ پۀ جوش کښې بيا بيا د چاړې راښکلو کوشش کولو، هٰغه وخت حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام جنّتي ګَډ راوستو او حاضر شولو او حضرت اِبراهيم او اسماعيل عَلَیْهِما السَّلَام  ته يـې د قُربانۍ د قبليدو زيرے ورکړو۔ ([1])

یہ آساں ہے کہ انساں چھوڑ دے سب مال و زَرْ اپنا

یہ آساں ہے کہ انساں چھوڑ دے تختِ سلیمانی

یہ آساں ہے کہ انساں رنج اُٹھائے، سختیاں جھیلے

یہ آساں ہے کہ اپنی جان بھی دے دے بہ آسانی


 

 



[1]... تفسیر صاوی علی جلالین، پارہ:23، سورۂ صٰفّٰت، زیر آیت: 102، جز: 5، جلد:3، صفحہ:123 تا 125۔