$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

د آيت مبارک مختصر وضاحت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د بيان پۀ شروع کښې مونږه د 17 سيپارې، د سورۀ حج، آيت: 34 د اوريدو سعادت حاصل کړو، الله پاک فرمائي:

وَ لِکُلِّ اُمَّۃٍ جَعَلْنَا مَنْسَکًا لِّیَذْکُرُوا اسْمَ اللّٰہِ عَلٰی مَا رَزَقَہُمْ مِّنْۢ بَہِیْمَۃِ الْاَنْعَامِ ؕ فَاِلٰـہُکُمْ اِلٰہٌ  وَّاحِدٌ فَلَہٗۤ اَسْلِمُوْا ؕ وَ  بَشِّرِ  الْمُخْبِتِیْنَ (ۙ۳۴)

(پارہ:17، سورۀ حج:34)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هر اُمَّت د پاره مونږه يوه قُرباني مقرره کړه د دې د پاره چې هغوئي  د الله نوم ياد کړي د هغۀ په ورکړے شوي  بے زبانه څاروو باندي ، نو ستاسو معبود صرف يو معبود دے نو هُم د هغۀ پۀ وړاندې غاړه کيږدئ، او عاجزي کوونکو ته زيرے واوروه۔

پۀ تفسير صراط الـجنان کښې دي: يعنې پۀ مخکښينو ايماندارو اُمتونو کښې د هر اُمت د پاره الله پاک يوه قُرباني مقرره کړه د پاره د دې چې د څاروو د ذبح کولو پۀ وخت پۀ هغې باندې د الله پاک نوم واخلي، نو اے خلقو! ستاسو معبود يو دے، ځکه د ذبح کولو پۀ وخت صرف هم د هغۀ نوم اخلئ او هم د هغۀ پۀ حضور کښې سرونه ټيټ کړئ او پۀ اِخلاص سره د هغۀ عبادت کوئ۔ ([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                                                                                  صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

پۀ آيت مبارک کښې بيان شوي درې مَدَني ګلونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې د قُربانۍ پۀ باره کښې درې اهمې خبرې ارشاد شوې:


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:17، سورۂ الحج، زیرِ آیت:34،  جلد:6، صفحہ:443 بتغیر قلیل ۔



$footer_html