$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

او زنانه باندې واجِب ده څوک چې د نصاب مالِک وي  (يعنې د هغۀ سره دوه پنځوست نيمې (52.5) تولې سپين زر يا د دومره ماليت رقم يا د اصلي حاجت نه د زيات ماليت سامان وي ) ([1]) * د قُربانۍ واجِب کيدو د پاره دا ضروري نۀ ده چې ټول کال د نصاب مالِک وي بلکې که د قُربانۍ پۀ ورځو (يعنې د 10 ذُو الـحِجه د صبحِ صادق نه د 12 ذُو الـحِجه تر د نمر پريوتو پورې څۀ وخت هم د قُربانۍ واجِب کيدو شرطونه بياموندے شي نو قُرباني به واجب وي)     * که پۀ چا باندې دومره قرض دے چې که د قرض رقم د ويستو نه پس هغۀ د نصاب مالِک نۀ پاتې کيږي نو پۀ هغۀ باندې قُرباني واجِب نۀ ده۔ ([2])

د هر ويښته پۀ بدله کښي  نيکي

حضرت زيد بن ارقم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان پۀ بارګاهِ رِسالت کښې عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا قُربانۍ څۀ دي؟ خوږ نبي، رسول هاشمي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: سُنَّۃُ اَبِیْکُم اِبْرَاہِیْم  يعنې ستاسو د والِد اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سُنّت ده۔  صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان پوښتنه وکړه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دې کښې زمونږ د پاره څۀ دي؟ اوئې فرمائيل: بِکُلِّ شَعْرَۃٍ حَسَنَۃ  يعنې د قُربانۍ [د څاروي] د هر ويښته پۀ بدل کښې ستاسو د پاره يوه نيکي ده۔ ([3])

جو خُدا کے لئے قربانی کیا کرتے ہیں                                                             در اَصْل خلد کے حقدار ہُوا کرتے ہیں

د لوئي اختر پۀ ورځ د ټولو نه افضل عمل

حضرت عبد الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: د رسولانو تاجدار، مکي مَدَني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د لوئي اختر پۀ ورځ (يعنې د ذُو الـحِجَّةُ الـحَرام پۀ 10 تاريخ) وفرمائيل:       مَا عَمِلَ آدَمِيٌّ  فِی ہٰذَا الْیَوْمِ اَفْضَلُ مِنْ دَمٍ یُہْرَاقُ يعنې پۀ ننۍ ورځ د انسان د پاره يو عمل هم د وينې


 

 



[1]... فتاوی ہندیہ، جلد:5، صفحہ:365۔

[2]... بہارِ شریعت ، جلد:3، صفحہ:332-333، حصہ:15۔

[3]... ابن ماجہ، کتاب  الاضاحی، باب ثواب الاضحیۃ، صفحہ:510، حدیث:3127۔



$footer_html