Book Name:Qurbani Ke Aadab
یہ سب آسان سے بھی آسان تَر ہے، جانِ من لیکن
بہت مشکل ہے اپنے ہاتھ سے بیٹے کی قربانی
کِیا بیٹے کو قرباں راہِ حق میں اپنے ہاتھوں سے
نہیں دُنیا میں کوئی بھی خلیل اللہ کا ثانی
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا ده د اطاعت جذبه، د قُربانۍ جذبه، د وفادارۍ جذبه، څنګه چې څاروي حلالول سُنّتِ اِبراهيمي دي، داسې دا د تابعدارۍ او فرمانبردارۍ جذبه، خپل ځان الله پاک ته مکمل طور سپارل، دا هم د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام مبارکه طريقه ده۔ يقيناً حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک نبي دے، مونږ د هغوئي برابر نشو کيدے خو چې څنګه د څاروو قُرباني کوو او د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام سُنّت ادا کوو نو داسې ځان الله پاک ته د سپارلو او، ځان مکمل طور د الله پاک پۀ اطاعت کښې د لګولو هم کوشش کول پکار دي ۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې څوک قُرباني کوي د هغوئي د پاره د قُربانۍ احکام زده کول هم ضروري دي۔ پۀ دې باره کښې د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت، حضرت علامه مولانا محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله بیٹا ہو تو ایسا! او ابلق گھوڑے سوار ولولئ، او خاص طور يـې خپلو بچو ته هم بيان کړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې نه به ډير څۀ زده کړئ۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د کلمه اينډ دُعا (Kalma & Dua) ايپ تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن پۀ نوم د کلمه اينډ دُعا (Kalma & Dua)