Qurbani Ke Aadab​

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

رَبِّ ھَبْ  لِیْ  مِنَ  الصّٰلِحِیْنَ (۱۰۰)

(پارہ:23، سورۀ صٰفّٰت:100)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے زما ربه! ما ته نيک اولاد راعطا کړې۔

پۀ دغه عمر کښې الله پاک هغوئي ته د حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ صورت کښې نيک زوي  ورعطا کړو، لا د حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام د پئيو څښلو عمر وو چې حُکم اوشو: اے اِبراهيمه! خپل زوئي او د هغۀ مور پۀ مکه مکرمه کښې پريږده!

اَللہُ اَکْبَر! د ضعيفۍ پۀ عمر کښې ورته زوي عطا کړے شو، بيا د پئيو څښلو پۀ عمر کښې د زوي د ځان نه د جدا کولو حُکم راغلو، قربان شم! دا د اطاعت جذبه ده، دا د اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د خپل رَبّ سره کمال محبت دے چې د دې حُکم اوريدو سره هم هغوئي تندے تريو نۀ کړو، پۀ ژبه څۀ ګِله راتلل خو لويه خبره ده چې پۀ زړۀ کښې يـې هم څۀ خيال تير نۀ شو، حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د خپل رَبِّ کريم حُکم پۀ سر سترګو اومنو او خپل د پئيو ماشوم زوي او د هغۀ مور يـې بالکل يواځې د مکې مکرمې پۀ بے آباده دره  کښې پريښودل او واپس يـې تشريف يوړلو۔ ([1])

اللہ! اللہ! ...

ابھی عشق کے امتحاں اور بھی ہیں

کله چې د حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام عمر مبارک تقريباً 13 کاله شو نو حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام خوب وليدو چې خپل زوي ذبح کوي، د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام خوبونه هم وَحي وي، ځکه حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د خوب پۀ ذريعه پۀ ورکړے شوي د الله پاک پۀ دغه حُکم د عمل کولو د پاره مکې مکرمې ته تشريف يوړلو، حضرت اسماعيل عَلَیْهِ السَّلَام ته يـې خوب بيان کړو، فرمانبرداره زوي يـې عرض وکړو: ([2])


 

 



[1]... بخاری، کتاب:احادیث الانبیاء، صفحہ:858 تا 860، حدیث:3364 خلاصۃً۔

[2]... تفسیر صاوی علی جلالین، پارہ:23، سورۂ صٰفّٰت، زیر آیت: 102، جز: 5، جلد:3، صفحہ:123 تا 125۔