$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پلار نيکونو قُربانۍ

* دغه شان پۀ عربو کښې او خاص طور زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پلار نيکونو کښې قُرباني معمول وو * د مدينے د سرکار، د زړونو د قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ نَسَب مبارک کښې اتويشتم (28) نيکه بابا جان دے: حضرت قَيذار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ۔ هغوئي يو ځل د څۀ نيک مقصد د پاره پۀ يو وخت کښې دومره څاروي قربان کړل چې غيبي اواز وشو: حَسْبُکَ یَا قَیْذَارُ! قَدْ قَبَّلَ اللہُ قُرْبَانَکَ اے قَيذاره! بس کړۀ۔۔۔!! بے شکه الله پاک ستاسو قُربانۍ قبولې کړې دي۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې ټولو روايتونو نه معلومه شوه چې مخکښې څومره هم ايماندار اُمتونه تير شوي دي، د هٰغه ټولو د پاره قُرباني مقرر وه، د حضرت آدم      عَلَیْهِ السَّلَام زامنو هم قُرباني وکړه، حضرت نُوح، حضرت اِبراهيم، حضرت اسماعيل، حضرت سليمان علَيهِمُ السَّلام، بني اسرائيلو، د عربو والا، د سرورِ کائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پلار نيکونو هغوئي ټولو به قُربانۍ کولې، د الله پاک شُکر به يـې ادا کولو او د قُربانۍ پۀ ذريعه به يـې د الله پاک قُرب حاصلولو، الله پاک به يـې راضي کولو۔

(2): قُرباني د نعمت شُکر او د توحيد د عقيدې عملي اِظهار دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دويمه اهمه خبره کومه چې د سورۀ حج پۀ آيت: 34 کښې ارشاد شوه، هغه د قُربانۍ يو بنيادي مقصد دے۔ علمائے کرام فرمائي: د جهالت پۀ زمانه کښې به خلقو د خپلو دروغژنو خُدايانو د پاره قُرباني کوله او د ذبح کولو پۀ وخت به يـې هم د هغوئي نومونه اخستل، د مُشرکانو د دې شِرک د ختمولو دپاره  الله پاک فرمائي:


 

 



[1]... حُجَّۃُ اللہِ عَلیَ الْعَالَمِیْن،     قسم:ثانی، باب:اول، صفحہ:163۔



$footer_html