Book Name:Qurbani Ke Aadab
جوړيډونکي يعنې مُخبِت څومره دي؟ د الله پاک ذِکر کوونکي، د ذِکرُ الله پۀ اوريدو سره خوشحاليدونکي، د الله پاک د ويرې نه رپيدونکي، نـمونځونه کوونکي، د الله پاک پۀ لاره کښې د زړۀ د اخلاصه صدقه او خيرات کوونکي څومره دي؟
آه! افسوس چې مونږ قُرباني خو کوو، دا خو هم ډير ښه کار دے، نيک کار دے، پۀ چا چې قُرباني واجب ده، هغوئي خو به يې خامخا کوي ، د دې نه بغير يـې بله لار نشته خو د قُربانۍ اصلي مقصد څۀ دے؟ قُرباني مونږ ته څۀ سبق راکوي؟ دا مقصد به مونږ کله پوره کوو؟
آہ طغیانیاں گُنَاہوں کی پار نیّا مری لگا یارَبّ!
نفس و شیطان ہو گئے غالِب ان کے چَنْگُل سے تُو چھڑا یارَبّ!
نیم جاں کر دیا گُنَاہوں نے مرضِ عصیاں سے دے شفا یارَبّ! ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قُرباني سُنّتِ اِبراهيمي ده، پۀ دې چې مونږ غور وکړو، د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام مبارک انداز څۀ وو؟ د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام پاک سيرت مونږ ته څۀ راښائي؟
د حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام عمر مبارک 7 کاله وو، الله پاک خليل الله عَلَیْهِ السَّلَام ته وفرمائيل:
اَسْلِمْ ۙ
(پارہ:1، سورۀ بقرہ:131)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: فرمانبرداري وکړۀ۔
حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د 7 کالو پۀ عمر مبارک کښې عرض وکړو:
قَالَ اَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ (۱۳۱)
(پارہ:1، سورۀ بقرہ:131)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغۀ عرض وکړو: ما فرمانبرداري وکړله د هغۀ چې د ټولو جهانونو پالونکے دے۔