Qurbani Ke Aadab​

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

وَ  بَشِّرِ  الْمُخْبِتِیْنَ (ۙ۳۴)

(پارہ:17، سورۀ حج:34)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او عاجزي کوونکو ته زيرے واوروه۔

يعنې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! کوم چې مُخبِت (يعنې عاجزي کوونکي) دي، هغوئي ته د جنّت زيرے ورکړۀ! مُخبِت (يعنې عاجزي کوونکي) څوک دي؟ راځئ چې واورو: الله پاک فرمائي:

الَّذِیْنَ اِذَا ذُکِرَ  اللّٰہُ وَجِلَتْ قُلُوْبُہُمْ وَ الصّٰبِرِیْنَ عَلٰی مَاۤ  اَصَابَہُمْ وَ الْمُقِیْمِی الصَّلٰوۃِ ۙ وَ  مِمَّا  رَزَقْنٰہُمْ  یُنْفِقُوْنَ (۳۵)

 (پارہ:17، سورۀ حج:35)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلق دي چې کله د الله ذِکر کيږي نو د هغوئي زړونه ويريدل شروع شي او هغوئي ته چې کوم مصيبت اورسي پۀ هغې صبر کوونکي دي او نـمونځ  قائم ساتونکي دي او زمونږ د ورکړے شوي رزق نه [زمونږ پۀ لاره کښې] خرچ کوي۔

يعنې مُخبِت (د الله پاک د پاره عاجزي کوونکي) هٰغه خلق دي کله چې د هغوئي پۀ مخکښې د الله پاک ذِکر کيږي نو د هيبت او جلال پۀ وجه د هغوئي زړونه ويريږي، د الله پاک د عذاب ويره د هغوئي د وجود د اندامونو نه ظاهريږي، هغوئي ته چې پۀ دنيا کښې کوم مصيبت اورسي، پۀ هغې صبر کوي، نـمونځونه ادا کوي او د الله پاک پۀ ورکړے شوي رِزق کښې صدقه او خيرات کوي۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د غور مقام  دے! مونږه قُرباني خو کوو، ګران ګران څاروي اخلو او ډير پۀ شوق او ذوق سره قُرباني کوو، کله چې څاروے راولو نو پۀ محله کښې دا خبره کيږي چې فلانکي دومره ګران څاروے راوستو، خپلوانو ته، ګاؤنډيانو ته او دوستانو ته دا وئيلے کيږي خو غور وکړئ چې پۀ مونږ کښې د جنّت د زيري حقدار


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:17، سورۂ حج، زیرِ آیت:35، جلد:6، صفحہ:443۔