$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

توئيولو (يعنې د قُربانۍ کولو) نه زيات فضيلت لرونکے نشته۔ ([1]) پۀ يو حديث شريف کښې دي: يومُ النحر (يعنې د لوئي اختر پۀ ورځ) د الله پاک پۀ نزد د انسان د ټولو نه خوښ عمل وينه توئيول (يعنې قُرباني کول) دي، بے شکه د قُربانۍ څاروے به د قيامت پۀ ورځ د خپلو ښکرو، خپلو ويښتو او خپلو ښنګرو(څمونو) سره راځي، بے شکه د قُربانۍ وينه پۀ زمکه باندې وروستو توئيږي، د رَبّ پۀ نزد وړومبے قبليږي، پس د زړۀ پۀ خوشحالۍ سره قُرباني کوئ۔ ([2])  

آيا د قُربانۍ پۀ ځائے صرف غوښه صدقه کيدے شي؟

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديث شريف پۀ شرح کښې فرمائي: د دې نه معلومه شوه چې پۀ قُربانۍ کښې مقصد وينه توئيول دي، که غوښه وخوړلے شي او که اونه خوړلے شي، لهذا که چرې يو کَس د قُربانۍ قيمت ادا کړي يا د دې نه دوه چنده يا درې چنده زياته غوښه خيرات کړي، قُرباني به چرې هم اونه شي او ولې به  کيږي چې قُرباني د خليلُ الله (عَلَیْهِ السَّلَام) نقل دے او حضرت اِبراهيم خليلُ الله عَلَیْهِ السَّلَام  وينه توئي کړې وه، غوښه يا پيسې يـې نۀ وې خيرات کړې او نقل هغه صحيح وي کوم چې د اَصل مطابق وي۔

مفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: عمل  د کولو نه پس قبليږي خو قُرباني د کولو نه مخکښې قبليږي، ځکه قُرباني پۀ بيکاره ګڼلو يا پۀ زړۀ تنګۍ سره مۀ کوئ! هر ځائے کښې د خپل عقل نه کار مۀ اخلئ! ([3])


 

 



[1]... مجمع الزوائد، کتاب الاضاحی، باب فضل الاضحیۃ، جلد:4، صفحہ:5، حدیث:5939۔

[2]... ترمذی،  کتاب الاضاحی، باب ما جاء فی فضل الاضحیۃ، صفحہ:383، حدیث:1493۔

[3]... مرآۃ المناجیح، جلد:2، صفحہ:375 ملتقطاً۔



$footer_html