$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

نافِع و دافِع ہو تم شافِع و رافِع ہو تم                                                              تم سے بس اَفزوں خُدا تم پہ کروروں درود([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                                                                                 صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

وَ لِکُلِّ اُمَّۃٍ جَعَلْنَا مَنْسَکًا لِّیَذْکُرُوا اسْمَ اللّٰہِ عَلٰی مَا رَزَقَہُمْ مِّنْۢ بَہِیْمَۃِ الْاَنْعَامِ ؕ فَاِلٰـہُکُمْ اِلٰہٌ  وَّاحِدٌ فَلَہٗۤ اَسْلِمُوْا ؕ وَ  بَشِّرِ  الْمُخْبِتِیْنَ (ۙ۳۴)

صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہٗ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

د عَشرَۀ ذُو الـحج يو څو فضائل

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د ذُو الـحِجَّةُ الـحَرام مياشت د اِسلامي کال اخرۍ او ډيره د برکت مياشت ده، د حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: سَيِّدُ الشُّهُورِ رَمَضَانُ، وَأَعْظَمُهَا حُرْمَةً ذُو الْحِجَّةِ يعنې د مياشتو سرداره  د روژې مياشت ده او د حرمت او عزّت پۀ لحاظ سره د ټولو نه د عظمت والا مياشت ذُو الـحِجَّةُ الـحَرام ده۔ ([2])    

حضرت کعب الاحبار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چاته چې حافِظُ الکِتَابَين هم وئيلے شي، هغوئي د قرآنِ کريم هم عالِم وو او د تورات شريف هم عالِم وو۔ هغوئي فرمائي: الله پاک زمانې ته اختيار ورکړو، بس د الله پاک پۀ نزد د ټولو نه غوره زمانه د حرمت والا 4 مياشتې (يعنې ذوالقعده، ذُو الـحِجَّه، محرم او رجب) دي، پۀ دې مياشتو کښې الله پاک ته د ټولو نه زياته محبوبه [يعنې خوښه] مياشت ذُو الـحِجَّةُ الـحَرام ده او پۀ ذُو الـحِجَّةُ الـحَرام کښې د دې وړومبۍ 10 ورځې ( کومو ته چې عشرۀ ذُو الـحِج وئيلے شي، دا) د الله پاک پۀ نزد ډيرې محبوبې ورځې دي۔ ([3])   


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:269 ملتقطًا۔

[2]... شُعَبُ الایمان، باب فی الصیام، جلد:3، صفحہ:355، حدیث:3755 ملتقطاً۔

[3]... شعب الایمان، باب فی الصیام ، جلد:3، صفحہ:350، حدیث:3740۔



$footer_html