$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

عشرۀ ذِي الـحِج (يعنې د ذِي الـحِج پۀ وړومبو 10 ورځو کښې) نيکي کول الله پاک ته ډير محبوب عمل دے۔

پۀ يو روايت کښې دي: وَالْعَمَلُ فِيهِنَّ يُضَاعَفُ سَبْعَمِائَةِ ضِعْفٍ پۀ دې 10 ورځو کښې د نيکۍ ثواب 700 چنده زياتولے شي۔([1])   

د ترمذي شريف پۀ روايت کښې دي: رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَا مِنْ أَيَّامٍ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ أَنْ يُتَعَبَّدَ لَهُ فِيهَا مِنْ عَشْرِ ذِي الحِجَّةِ د عبادت پۀ ورځو کښې الله پاک ته ډيرې محبوبې ورځې د عشرۀ ذِي الـحِج دي يَعْدِلُ صِيَامُ كُلِّ يَوْمٍ مِّنْهَا بِصِيَامِ سَنَةٍ پۀ دې ورځو کښې يوه ورځ روژه د يو کال د روژو برابر ده وَقِيَامُ كُلِّ لَيْلَةٍ مِّنْهَا بِقِيَامِ لَيْلَةِ القَدْرِ او د دې ورځو د هرې شپې قيام (يعنې ويخ پاتې کيدل او عبادت کول) د شبِ قدر د قيام برابر دے۔ ([2])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ چې څومره ښکلې او د فضيلت والا ورځې دي * څومره عظيمې شپې دي * پۀ دې شپو کښې د يوې نيکۍ ثواب 700 چنده زيات شي * پۀ دې ورځو کښې نيکي کول افضله نيکي ده * پۀ دې ورځو کښې د يوې ورځې روژه نيول د يو کال د روژو برابره ده * د دې ورځو پۀ شپو کښې قيام کول (يعنې د شپې ويخ پاتې کيدل او عبادت کول) پۀ شبِ قدر کښې د عبادت کولو برابر دے۔  

الله پاک دې مونږ ته هم د دې مبارکو ورځو د ښه ډير قدر کولو او پۀ دې ورځو کښې د زړۀ د اِخلاصه د عبادت کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

ہر ہر گھڑی ہے اس کی عِزّ و فَضل میں یکتا                                             بادَل کرم کا چھایا، ماہِ حرام آیا

بڑھتی ہیں اس میں قدریں، نیکی کی یاد رکھنا!                                                       کرنا نہ وقت ضائع، ماہِ حرام آیا

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                                                                                              صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... شعب الایمان، باب فی الصیام، جلد:3، صفحہ:356، حدیث:3757۔

[2]... ترمذی، کتاب الصوم، باب ما جاء فی العمل، صفحہ:211، حدیث:758۔



$footer_html