$header_html

Book Name:Qurbani Ke Aadab​

جاري کړے دے۔ د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه ډير پۀ اسان انداز کښې د ماشومانو تربيت کيدے شي * پۀ دې ايپلي کيشن کښې د ماشومانو د پاره 6 کلمې د آډيو پۀ شکل کښې د حرفونو د اداکولو او د ترجمې سره * د روزانه  16 مختلفې دُعاګانې مثلاً د اوبو څښلو دُعا، د ډوډۍ خوړلو نه مخکښې او وروستو دُعا او د پئيو څښلو دُعا، د اوده کيدو پۀ وخت دُعا وغيره د حرفونو د ادائيګۍ او ترجمې سره * او پۀ مختلفو موضوعاتو باندې سُنت او آداب وغيره شامل دي۔ پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او فائده ترينه واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔   

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                                                                                         صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: د قُربانۍ غوښه تر مُحَرَّم پورې پۀ ساتلو کښې هيڅ باک نشته۔

وضاحت: پۀ عوامو کښې دا مسئله مشهوره ده چې د قُربانۍ غوښه د مُحَرَّم نه مخکښې مخکښې ختمول ضروري دي ځکه چې پۀ مُحَرَّمُ الـحرام کښې د قُربانۍ غوښه خوړل ګناه ده۔ دا بالکل غلطه خبره ده، پۀ شرعي لحاظ سره د دې هيڅ حيثيت نشته۔ صحيح خبره هٰغه ده کومه چې پۀ حديثِ پاک کښې بيان شوې ده، پۀ مسلم شريف کښې دي، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: نَہَیْتُکُمْ عَنْ لُحُوْمِ الْاَضَاحِیْ فَوْقَ ثَلَاثٍ فَاَمْسِکُوْا مَا بَدَا لَکُمْ يعنې ما تاسو د دريو ورځو نه زيات د قُربانۍ د غوښې کيښودو نه منع کړي وئ، اوس يـې چې تر څو پورې غواړئ کيږدئ! ([1])


 

 



[1]... مسلم، کتاب الجنائز ، باب اِسْتِئْذَان النبی...الخ، صفحہ:349، حدیث:977۔



$footer_html