Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

تجھ سے چھپاؤں مُنہ تو کروں کس کے سامنے

کیا   اور   بھی   کسی   سے   تَوَقع   نظر   کی   ہے([1])

 وضاحت: اے حبيبِ کبريا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو نه چي مخ پټ کړم نو چا ته به خپل حاجتونه وړاندې کووم، څوک به زما تور مخ ته وګوري، ستاسو نه علاوه پۀ دې دُنيا کښې زمونږه څوک دي؟چې د مهربانۍ او د توجه اُميد تري وساتو، چې زمونږه خالي جولۍ ډکې کړي؟ نا  ستاسو نه علاوه زمونږه څوک هم نشته.

مجرمان راغوښتلے شوي دي ...!

د مسلمانانو څلورم خليفه، حضرت علي المُرتضیٰ شير خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د مدينے د تاجدار، د زړونو د قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري دُنيا نه د پردې فرمائيلو لا درې ورځې شوې وې چې يو بَدوي (يعنې د عرب کلي وال کَس) نوراني مزار ته حاضر شو، هغۀ خپل ځان پۀ نوراني قبر باندې وراوغورځولو او د مزار نوراني خاوره يـې پۀ خپل سر باندې واچوله او عرض يـې وکړو: يَا رَسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! څۀ چې تاسو د الله پاک نه اوريدلي دي، هٰغه مونږه ستاسو نه اوريدلي دي، يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاک فرمائي:

وَ لَوْ اَنَّہُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَہُمْ جَآءُوْکَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰہَ وَ اسْتَغْفَرَ لَہُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰہَ تَوَّابًا  رَّحِیْمًا (۶۴)

(پارہ:5، سورۀ نساء:64)

ترجمهٴ کنزُ الايمان: او که هغوئي پۀ خپلو ځانونو ظُلم وکړي. نو اے حبيبه! ستا پۀ دربار کښې حاضر شي. او بيا د الله نه معافي اوغواړي او رسول د هغوئي شفاعت وکړي. نو ضرور به الله ډير توبه قبلوونکے، مهربانه اُومومي.


 

 



[1]... حدائق بخشش، صفحہ: 226 ۔