Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain
طرف ته پۀ منډه منډه ځان ورسوئ، د دې دواړو آيتونو د ميلاوهلو نتيجه به دا راووځي چې قرآنِ کريم مونږ ته دا تعليم راکوي: اے ګنهګارانو بندګانو! اے د محبوب اُمتيانو! پۀ خپلو ځانونو باندې چې مو کوم ظلم کړے دے، بالکل مۀ ناوخته کوئ! ډير پۀ تادۍ باندې د خپل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دربار ته ځان ورسوئ! ولې چې هلته به تاسو ته د بخښنې خيرات ميلاؤيږي. ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د مدينے منورې د حاضرۍ د پاره تادي کول د قرآنِ کريم د آيتونو غوښتنه ده، لهذا مونږ له پکار دي چې مونږه د مدينے منورې د حاضرۍ د پاره تادي وکړو، چې څومره رانه زر کيدے شي هلته د رسيدو کوشش وکړو، چا له چې الله پاک وَس ورکړے دے، څوک چې هلته رسيدے شي، هغوئي خو دې د مدينے منورې پۀ حاضرۍ کښې بالکل سستي نۀ کوي، چې کله هم موقع ميلاؤيږي، حاضري دې کوي او څوک چې وَس نۀ لري، د چا سره چې مال او دولت نشته، ظاهري اسباب ورسره نشته، هغوئي له هم پکار دي چې پۀ زړۀ کښې د مدينے منورې شوق زيات کړي، د مدينے منورې د حاضرۍ د پاره دې لړزيږي، ژاړي دې، دعاګانې دې کوي، چې طلب رښتونے وي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ورانې به ودانې شي.
آہ! پلّے زَر نہیں رَخْتِ سفر سَروَر نہیں تُم بُلالو تُم بُلانے پر ہو قادِر یانبی!
کِس طرح تَسکین دُوں گا میں دِلِ غمگین کو رَہ گیا گَر حَاضِری سے میں جو قاصِر یانبی!
آپ ہی اسباب آقا پِھر مُہَیّا کیجئے پھر دِکھا دیجے مدینے کے مَنَاظِر یانبی! ([2])
د مدينے منورې حاضري واجب ته نزدې ده
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د فرمان خُلاصه ده: د سرورِ عالم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم