Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

وہ نبیوں میں رحمت لقب پانے والا                                                 مُرادیں غریبوں کی بَر لانے والے

مصیبت میں غیروں کے کام آنے والا                                وہ اپنے پرائے کا غم کھانے والا

خطا کار سے درگزر کرنے والا                                                                                  بَدْاَنْدیش کے دِل میں گھر کرنے والا

داسې وي آقا...!! خو منافقان بد بخته وو، هغوئي ته څۀ پته وه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا څومره عظيم نعمت دے، دغه بد بخته اونه دريدل، نۀ يـې توبه وکړه، نۀ د خوږ آقا، مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بخښنې د دُعا حقدار جوړ شو، پۀ دې موقع باندې دا آيت مبارک نازل شو: ([1])

د آيت مبارک مختصر وضاحت

الله پاک ارشاد فرمائي:

وَ لَوْ اَنَّہُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَہُمْ

ترجمهٴ کنزُ الايمان: او که هغوئي پۀ خپلو ځانونو ظُلم وکړي.

دا د قرآنِ کريم ښکلے انداز دے، پۀ قرآنِ کريم کښې عام طور ګناه ته ظُلم عَلَی النَّفس (يعنې پۀ خپل ځان باندې ظُلم) وئيلے شوے دے، پۀ دې کښې زمونږ د پاره دا سبق دے چې ګناه کوونکے د چا هيڅ هم نشي کولے بلکې هغۀ خپل ځان د دوزخ حقدار جوړوي او هُم پخپله پۀ خپل ځان باندې ظُلم کوي.

نور يـې پۀ دې ځائے کښې لفظ اِذ ارشاد کړو، د دې معنیٰ ده : کله هم . ([2]) يعنې تر قيامته پورې دا سبق دے چې يو بنده، هر چرته وي، د دُنيا پۀ هره سيمه کښې وي، هغۀ چې کله هم ګناه کوي نو پۀ خپل ځان باندې ظُلم کوي... نو څۀ دې وکړي؟ اوئې فرمائيل:

جَآءُوْکَ

ترجمهٴ کنزُ الايمان: نو اے حبيبه! ستا پۀ دربار کښې حاضر شي.


 

 



[1]... تفسیرِ کبیر ، پارہ:5 ، النسآء، زیرِ آیت:64 ، جلد:4 ، صفحہ:126 ۔

[2]... تفسیرِ نعیمی، پارہ:5 ، النسآء ، زیرِ آیت:64 ، جلد:5 ، صفحہ:227 ۔