Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

چي حاضر  شي نو څۀ دې وکړي؟

فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰہَ وَ اسْتَغْفَرَ لَہُمُ الرَّسُوْلُ

ترجمهٴ کنزُ الايمان: او بيا د الله نه معافي اوغواړي او رسول د هغوئي شفاعت وکړي.

يعنې هٰغه بنده دې پخپله هم د الله پاک نه د بخښنې دُعا وکړي او محبوبِ رحمان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې د هغۀ شفاعت وکړي:

لَوَجَدُوا اللّٰہَ تَوَّابًا  رَّحِیْمًا (۶۴)

ترجمهٴ کنزُ الايمان: نو ضرور به الله ډير توبه قبلوونکے، مهربانه اُومومي.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                             صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د آيت مبارک نه حاصليدونکي مَدَني ګلونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې مونږ ګنهګارانو ته د بخښنې ذريعه ښودلے شوې ده، د آيت مبارک پۀ الفاظو کښې د وخت هم څۀ قيد نشته، د ګناه هم څۀ قيد نشته، د کَس هم څۀ قيد نشته او د ځائے هم څۀ قيد نشته يعنې تر قيامته پورې چې کله هم، د دُنيا پۀ هر ګوټ کښې، هر يو انسان د لوئي نه لوئي يا د وړوکې نه وړه هر قِسمه ګناه هم کړې وي، د هغۀ د پاره حکم دے:

جَآءُوۡکَ

يعنې هغۀ دې د محبوبِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دربار ته حاضر شي، دلته چې راشي نو توبه دې وکړي، د الله پاک نه دې معافي وغواړي، د اُمَّت د غمخور آقا      صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت دې وغواړي، حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به يـې شفاعت وکړي نو دا به اوبخښلے شي.