Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

شفاعت مصطفٰے ! مرحبا...! مرحبا...!!

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ دې حديثِ پاک کښې ډير ايمان تازه کوونکے مَدَني ګل دے، هغه دا چې د حشر پۀ ميدان کښې به شفاعت ډير خلق کوي * شفاعتِ کبریٰ زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره خاص دے يعنې پۀ شروع کښې به د شفاعت دروازه هم رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم برسيره کوي * د دې نه پس به نور انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام هم شفاعت کوي * فرښتے به هم شفاعت کوي * علمائے کرام به هم شفاعت کوي * شهيدان به هم شفاعت کوي * حاجيان صاحبان به هم شفاعت کوي * با عمله حافِظان به هم شفاعت کوي.

خو مدينے منورې ته د حاضرۍ کوونکي شان ځانګړے دے، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: مَنْ زَارَ قَبْرِي وَجَبَتْ لَهُ شَفَاعَتِی يعنې څوک چې زما د قبر زيارت وکړي د هغۀ د پاره زما شفاعت واجِب شو. ([1])

 دلته لفظ شَفَاعَتِی دے، د دې مطلب دا جوړيږي چې د روضې مبارکې د زيارت کوونکي شفاعت به علمائے کرام نۀ کوي، فرښتے به يـې نۀ کوي، شهيدان به يـې نۀ کوي، حاجيان يا حافظان به يـې نۀ کوي بلکې د هغوئي شفاعت به پخپله تاجدارِ انبياء، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوي. ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! دا هم لوئي سعادت دے چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله شفاعت وکړي ځکه چې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت انداز به هم ځانګړے وي، د هغې مزه به هم ځانګړې وي، د هغې ذوق به هم ځانګړے وي،  اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي:

کیا ہی ذوق افزا شفاعت ہے تمہاری واہ واہ                                                                                                              قرض لیتی ہے گنہ پرہیز گاری واہ واہ([3])


 

 



[1]... سنن دار قطنی، کتاب الحج، باب المواقیت، جلد:1، صفحہ:217، حدیث:2669۔

[2]... جواہر البیان فی اسرار الارکان، صفحہ:205 ملتقطاً۔

[3]... حدائق  بخشش، صفحہ:134۔