Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي. دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ. 

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                             صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:

صحيح څۀ دي؟

(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)

مسئله: د ښپې د غټې ګوتې پۀ اوچتولو يا خوزولو باندې نـمونځ نۀ ماتيږي.

وضاحت: دا غلط فهمي پۀ عوامو کښې ډيره مشهوره ده. خلق ګڼي چې پۀ نـمونځ کښې د ښۍ ښپې غټه ګوته وخوزيږي يا د خپل ځائے نه اوچته شي نو نـمونځ پرې ماتيږي، بعضې خو پۀ دې معامله کښې داسې سختي کوي او وائي: پۀ نـمونځ کښې د ښۍ ښپې غټه ګوته داسې پکار ده، لکه چې پۀ هغې باندې ميخ وهلے شوے وي. اَلاَمان والحفيظ دا صحيح مسئله نۀ ده. پۀ نـمونځ کښې د ښپې غټه ګوته قصداً پۀ خوزولو يا پۀ هيره که وخوزي نو پۀ دې سره پۀ نـمونځ هيڅ اثر نۀ پريوځي. مفتي خليل خان برکاتي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه ليکلي دي: غټه ګوته، که بله ګوته بلکې که د ښپې ټوله پنجه د خپل ځائے نه وخوزيږي يا لږه شان اخوا شي نو پۀ دې باندې نـمونځ نۀ ماتيږي. پۀ اصل کښې دا مسئله د سجدې پۀ باره کښې ده، پۀ سجده کښې د ښپې د يوې ګوتې خِيټه پۀ زمکه باندې لګول فرض، د هرې ښپې د دريو ګوتو خيټې لګول واجب او د دواړو ښپو د ټولو ګوتو خِيټې پۀ زمکه باندې لګول سُنَّت دي. ([1]) افسوس چې خلق پۀ سجده کښې د دې مسئلې خيال نۀ ساتي.


 

 



[1]... فتاویٰ خلیلیہ، جلد: 1، صفحہ:250۔