Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

وضاحت: مطلب دا دے چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې کله د قيامت پۀ ورځ د خلقو شفاعت کوي نو د هغوئي د شفاعت کولو انداز، د هغې مزه او د هغې ذوق به ځانګړے وي چې کوم خلق بخښلے شوي وي، کومو چې ګناهونه نۀ وي کړي، څوک چې به بغير د حساب نه جنَّت ته د داخليدو حقدار وي، څوک چې به پرهيزګاره وي، هغوئي چې به د شفاعت دا ذوق وويني نو ارمان به کوي چې کاش! زمونږه هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نصيب شي.

بهر حال! د حديثِ پاک نه معلومه شوه چې کوم بنده د روضې مبارکې د زيارت کولو سعادت حاصلوي، د هغۀ به د بَل چا نۀ بلکې پخپله د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت نصيب کيږي، سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې زمونږه نصيب کړي.

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.

نيت صرف د زيارت مبارک ساتئ!

د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ جَاءَنِي زَائِرًا څوک چې زما پۀ بارګاه کښې د زيارت د پاره حاضر شو لَا تُعْمِلُهٗ حَاجَةٌ  اِلَّا زِيَارَتِی د دې نه علاوه د هغۀ څۀ حاجت نۀ وي (نۀ د تجارت د پاره راغلےوي، نۀ د څۀ بَل مقصد د پاره راغلےوي) صرف او صرف زما د زيارت د پاره مدينے منورې ته راورسيدو كَانَ حَقّاً عَلَيَّ اَنْ اَكُونَ لَهٗ شَفِيعاً يَوْمَ الْقِيَامَةِ پۀ ما باندې حق دے چې زۀ د قيامت پۀ ورځ د هغۀ شفاعت وکړم. ([1])

د قيامت پۀ ورځ مو د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګاؤنډ نصيب شي

پۀ يو روايت کښې يـې فرمائيلي دي: كَانَ فِي جِوَارِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ يعنې څوک چې خاص زما


 

 



[1]... معجم اوسط، من اسمہ عبدان، جلد:3، صفحہ:266، حدیث:4546 ۔