Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain
پۀ مدينه منوره کښې مړۀ کيدل خو زما پۀ اختيار کښې نۀ دي، البته د خپل بدن يو څو اجزا دفن کووم او ځم ولې چې زمونږه د غريبانانو د پاره دا هم غنيمت دے. ([1])
طیبہ میں مر کے ٹھنڈے چلے جاؤ آنکھیں بند سیدھی سڑک یہ شہرِ شفاعت نگر کی ہے([2])
وضاحت: اے د مدينے منورې زيارت کوونکو! پۀ دې دَر کښې عمر تير کړئ، که پۀ قِسمت کښې مو دلته مرګ نصيب شو نو زيرے دے ولې چې پۀ طيبه کښې مړۀ کيدل نيغه د جنَّت لاره ده.
الله پاک دې زمونږه د مدينے منورې عشق نصيب کړي، د مدينے منورې شوق دې نصيب کړي، کاش چې مدينے منورې ته بيا بيا حاضري وي، پۀ اخره کښې پۀ بقيعِ پاک کښې دوه ګزه زمکه ميلاؤ شي، الله پاک دې مونږ ټولو ته د مدينے منورې عشق، د مدينے منورې ذوق، د مدينے منورې ذِکر، د مدينے منورې فِکر او د مدينے منورې دولت راعطا کړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم.
مَدَني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده (Madani Qaida) دے. پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعنې پۀ دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مَدَني قاعِدې پۀ کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، پۀ آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن پۀ مرستې سره پۀ اسانۍ سره مَدَني قاعِده لوستل،