Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

د زيارت د پاره مدينے منورې ته راورسيدو هغۀ به د قيامت پۀ ورځ زما د جوارِ رحمت(ګاونډ) کښې وي. ([1])

کعبہ کا نام تک نہ لیا طیبہ ہی کہا

پوچھا  تھا  ہم  سے   جس  نے  کہ  نَھْضَت  کدھر  کی  ہے([2])

وضاحت: يعنې کله چې زما نه پوښتنه وکړے شوه چې د کوم ځائے اِراده دې ده نو ما دا وه نۀ وئيل چې حج له ځم، يا د کعبې د زيارت د پاره ځم بلکې  زما هم يو جواب وو، هغه دا چې زۀ د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاک دَر طيبې مبارکې ته ځم.

پۀ مدينه منوره کښې د مړ کيدو خواهش

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک دې زمونږه د مدينے منورې عشق نصيب کړي! د مدينے منورې پۀ يادونو کښې لړزيدل پکار دي، د مدينے منورې د حاضرۍ د پاره خوشحاليدل پکار دي، د مدينے منورې د زمکې د اهميت اندازه د دې نه ولګوئ چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د چا نه چې کيدے شي هغۀ دې پۀ مدينه کښې مړ شي، ځکه چې زۀ به د مدينے والؤ شفاعت کووم. ([3])

د محدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه عشق رسول هم د کمال وو، چې کله مدينے منورې ته حاضر شو نو هغوئي  څۀ ويښته او نوکان پۀ مدينه منوره کښې دفن کړل او د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې يـې عرض وکړو: يَا رَسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم!


 

 



[1]... شُعب الایمان، باب فی المناسک، فضل الحج والعمرۃ، جلد:3، صفحہ:488، حدیث:4152۔

[2]... حدائق  بخشش، صفحہ:203۔

[3]... ترمذی، ابواب المناقب...الخ، باب فی فضل المدینۃ،  صفحہ:878، حدیث:3920۔