Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain
يَا رسولَ الله! زۀ ستاسو نه د شفاعت خيرات غواړم.
اَسْئَلُکَ الشَّفَاعَۃَ یَا رَسُوْلَ ﷲ
يَا رسولَ الله! زۀ ستاسو نه د شفاعت خيرات غواړم.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د مدينے منورې د حاضرۍ د پاره تادي کوئ!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:
وَ لَوْ اَنَّہُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَہُمْ جَآءُوْکَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰہَ وَ اسْتَغْفَرَ لَہُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰہَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا (۶۴)
(پارہ:5،سورۂ نساء:64)
ترجمهٴ کنزُ الايمان: او که هغوئي پۀ خپلو ځانونو ظُلم وکړي. نو اے حبيبه! ستا پۀ دربار کښې حاضر شي. او بيا د الله نه معافي اوغواړي او رسول د هغوئي شفاعت وکړي. نو ضرور به الله ډير توبه قبلوونکے، مهربانه اُومومي.
د دې نه معلومه شوه چې پۀ مدينه منوره کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضې مخې ته پۀ حاضريدو د بخښنې خيرات ميلاؤيږي. پۀ بَل ځائے کښې الله پاک فرمائي:
وَ سَارِعُوْۤا اِلٰی مَغْفِرَۃٍ مِّنْ رَّبِّکُمْ وَ جَنَّۃٍ
(پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:133)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د خپل رَبّ بخښنې او د هٰغه جنَّت طرف ته منډې کړئ .
د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه والدِ محترم مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ يو ځائے کښې ايمان تازه کوونکے مَدَني ګل ورکړے دے، د هغوئي د فرمان خُلاصه ده چې دا دواړه آيتونه يو ځائے کړئ! پۀ وړومبي آيت کښې الله پاک دا وفرمائيل چې مدينے منورې ته د حاضريدو، هلته د توبې کولو سره، د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت پۀ برکت سره بخښنه نصيب کيږي، پۀ دويم آيت کښې رَبِّ کريم فرمائيلي دي: د رَبّ د بخښنې