Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د پينځمې سيپارې، د سورۀ نِسَآء د آيت: 64 نه د يوې حصې د اوريدو سعادت حاصل کړو. دا ډير اُميد ورکوونکے آيت مبارک دے، پۀ دې مقدس او مبارک آيت کښې مونږ ګنهګارانو ته د بخښنې او د مغفرت موندلو يوه طريقه ښودلے شوې ده. د آيت مبارک مفهوم څۀ دے؟ د دې نه مونږ ته د زده کولو د پاره کوم سبقونه ميلاؤيږي؟ راځئ چې واورو:

د آيت مبارک شانِ نزول

د تفسير د عِلم ماهره علمائے کرام فرمائي: يو ځل بد بخته منافقانو د خوږ آقا، رسولِ خُدا، احمدِ مجتبیٰ، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خلاف سازش جوړ کړو.

الله پاک دې دغه بد بخته غرق کړي، څنګه څنګه جرأتونه به يـې کول! خير! هٰغه بے وقوفو سازش جوړ کړو او پۀ زړۀ کښې يـې ناپاکه  اِراده وکړه او د بارګاهِ رسالت     صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم طرف ته روان شو، دلته دوئي پۀ غلطه اِراده روان شو، هلته حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام  بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حاضر شو او د منافقانو د ناپاکه  ارادې اطلاع يـې عرض کړه. چې کله دا منافقان بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ورسيدل نو هٰغه وخت د مهاجر او انصار صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان محفل لګيدلے وو، د زړۀ د ارادو نه خبر خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بعضې خلق دې محفل ته پۀ ډيره غلطه اراده باندې راغلي دي، هغوئي له پکار دي چې ودريږي، پۀ اِخلاص سره توبه وکړي، مونږ به هم د هغوئي د پاره د بخښنې دُعا وکړو. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ځانګړے کرم دے...!! مجرمان راغلي دي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي ته د بخښنې د دُعا وړانديز [يعنې پيش کَش] کوي. واه...!!


 

 



[1]... تفسیرِ کبیر ، پارہ:5 ، النسآء، زیرِ آیت:64 ، جلد:4 ، صفحہ:126 ۔