Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain
نوم غَفر دے. چې کله سپوږمۍ د غَفر پۀ منزل کښې وي نو هٰغه وخت ډير مبارک ګڼلے شي، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه هٰغه طرف ته اشاره کوي او فرمائي چې دا سپوږمۍ کومه چې پۀ اسمان کښې راخيژي، دا خو کله نا کله د غَفر پۀ منزل کښې وي خو د طيبه سپوږمۍ، د انبيائے کرامو د سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان جدا دے، دا هٰغه مبارکه سپوږمۍ ده کومه چې هر وخت د غَفر پۀ منزل کښې وي، د دې هر يو منزل د غَفر منزل دے، که پۀ دُنيا کښې وي نو بيا هم غَفُور (يعنې پۀ الله پاک باندې بخښلو والا) دے، که پۀ مزار مبارک کښې وي نو بيا هم غَفُور دے او پۀ اخرت کښې چې به کله د محشر ميدان ته تشريف راوړي نو بيا به هم بخښل کوي او د الله پاک پۀ عطا سره به شفاعت کوي او خپل غلامان به جنَّت ته بوځي.
راغلے يم د جَآءُوْكَ اوريدو سره
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ډير زيات کرته کاش...!! کاش چې زمونږه هم موقع نصيب شي، مونږه هم مدينے منورې ته حاضر شو، د ګنبدِ خضرا پۀ سوري کښې د شنو جنګلو مخې ته ټيټ سر، لاس پۀ نامه ودريږو او پۀ دربارِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې د شفاعت خِير وغواړو. مونږه هم عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ ګناهونو کښې ککړ، د سر نه تر ښپو پورې پۀ ګناهونو کښې ډوب، ستاسو غلام پۀ دربار مبارک کښې حاضر دے، د بخښنې خيرات غواړي.
میں کر کے ستم اپنی جاں پر قرآن سے جَآءُوْکَ سُن کر
آیا ہوں بہت شرمندہ سا سرکار توجہ فرمائیں، سرکار توجہ فرمائیں
اَسْئَلُکَ الشَّفَاعَۃَ یَا رَسُوْلَ ﷲ
يَا رسولَ الله! زۀ ستاسو نه د شفاعت خيرات غواړم.
اَسْئَلُکَ الشَّفَاعَۃَ یَا رَسُوْلَ ﷲ