Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

هٰغه اَعرابي د دې آيت لوستلو نه پس عرض وکړو: اے زما آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زۀ د خپلو ګناهونو د معافۍ د پاره ستاسو دربار مبارک ته حاضر شوے يم، تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک پۀ بارګاه کښې خپل شَفِيع (يعنې شفاعت کولو والا) جوړووم.

د دې وئيلو سره هٰغه عاشقِ رسول اعرابي پۀ ژړا شو او د هغۀ پۀ خُله باندې دا شعرونه جاري شول:

يَا خَيْرَ مَنْ دُفِنَتْ باِلْقَاعِ اَعْظُمُهٗ                                                                     فَطَابَ مِنْ طِيْبِهِنَّ الْقَاعُ وَالْاَكَمْ

رُوْحِی الْفِدَاءُ لِقَبْرٍ اَنْتَ سَاكِنُهٗ                                                                         فِيْهِ الْعِفَافُ وَفِيْهِ الْجُوْدُ وَالْكَرَمْ

ترجمه: اے هٰغه بهترين ذاته! دا چا مبارک وجود چې پۀ دې زمکه کښې دفن کړے شو نو د دې پۀ ښه والي او پاک والي ميدان او ډيرۍ معطرې شوې. زما ځان دې د دې قبر مبارک نه زار شي پۀ کوم کښې چې تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارام کوئ، پۀ کوم کښې چې د پاکۍ، سخاوت او د بخښنې او د کرم  قيمتي خزانې  دي .

هٰغه عاشقِ رسول تر ډيره وخته پورې ژړل او دا شعرونه يـې وئيل بيا يـې د خپلو ګناهونو معافي وغوښتله او پۀ نمژنو سترګو د هٰغه ځائے نه رخصت شو، حضرت محمد بن حَرب هِلالي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: چې کله زۀ اوده شوم نو پۀ خوب کښې مې د سرورِ عالم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زيارت نصيب شو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته وفرمائيل: اِلْحَقِ  الرَّجُلَ فَبَشِّرْہٗ اَنَّ اللہ َتَعَالیٰ قَدْ غَفَرَ لَہٗ بِشَفَاعَتِیْ يعنې د هٰغه اَعرابي سره ميلاؤ شه او هغۀ له زيرے ورکړه چې الله پاک زما د شفاعت پۀ برکت تۀ بخښلے يـې. ([1])

سَر گُزشتِ غم کہوں کس سے تِرے ہوتے ہوئے

کس کے در پر جاؤں تیرا آستانہ چھوڑ کر

بخشوانا مجھ سے عاصِی کا رَوا ہو گا کسے


 

 



[1]... عیون الحکایات، جلد:2، صفحہ:308۔