Mujrim Bulaye Aaye Hain

Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain

هٰغه اَعرابي عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما پۀ خپل ځان باندې ظلم کړے دے (يعنې زما نه ګناه شوې ده) او ستاسو بارګاه ته حاضر شوے يم  چې تاسو      صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما د پاره اِستِغفار (يعنې د بخښنې دُعا وکړئ).

سُبْحٰنَ اللہ! د آقا کريم، رَؤفٌ رَّحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کرم نه قربان شم! دلته اعرابي عرض اوکړو هلته د قبر مبارک نه اواز راغلو. قَدْ غُفِرَ لَکَ ستا ګناهونه بخښلے شوي دي. ([1])

مجرم بُلائے آئے ہیں جَآءُوْکَ ہے گواہ                                    پھر  رَد  ہو  کب  یہ  شان  کریموں  کے  در  کی  ہے

د بخښنې چيټۍ ميلاؤ شوه

داسې يو روايت علّامه ابن جوزي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ عُيُونُ الحِکايات کښې هم نقل کړے دے: حضرت محمد بن حَرب هِلَالي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه بيان کوي چي: يو ځل زۀ د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ روضه مبارکه کښې حاضر ووم، ما وکتل چې يو اَعرابي (يعنې د عرب د کلي اوسيدونکے) (Villager of Arabs) دربار ته حاضر شو او د حضور انور، شافعِ مَحشر، محبوبِ رَبِّ اَکبَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بارګاه کښې يـې عرض وکړو: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! الله پاک چې پۀ تاسو باندې کوم رښتونے کتاب نازل کړے دے، پۀ دې کښې الله پاک فرمائي:

وَ لَوْ اَنَّہُمْ اِذْ ظَّلَمُوْۤا اَنْفُسَہُمْ جَآءُوْکَ فَاسْتَغْفَرُوا اللّٰہَ وَ اسْتَغْفَرَ لَہُمُ الرَّسُوْلُ لَوَجَدُوا اللّٰہَ تَوَّابًا  رَّحِیْمًا (۶۴)

(پارہ:5،سورۂ نساء:64)

ترجمهٴ کنزُ الايمان: او که هغوئي پۀ خپلو ځانونو ظُلم وکړي. نو اے حبيبه! ستا پۀ دربار کښې حاضر شي. او بيا د الله نه معافي اوغواړي او رسول د هغوئي شفاعت وکړي. نو ضرور به الله ډير توبه قبلوونکے، مهربانه اُومومي.


 

 



[1]... کنز العمال، کتاب الاذکار، جز:2، جلد:1، صفحہ:166، حدیث:4319۔