Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ځانګړے شان دے. سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:
کر کے تمہارے گُنَاہ، مانگیں تمہاری پناہ
تُم کہو دامن میں آ تم پہ کروروں درود
پۀ يو ځائے کښې فرمائي:
چور مالِک سے چُھپا کرتے ہیں، یاں اس کے خِلاف
تیرے دامن میں چُھپے چور انوکھا تیرا
پۀ دُنيا کښې انداز هم دا دے، چې کله يو غَل غلا وکړي نو هغۀ د مالِک نه د پټيدو کوشش کوي خو د دې سخي دربار ځانګړے انداز دے، دلته مُجرم ته فرمائيلے کيږي:
جَآءُوْکَ
د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کرم پۀ لَمن کښې پناه واخلئ! د چا نافرماني چې مو کړې ده، د هغوئي دربار ته حاضر شئ! د څۀ د پاره؟ د ګناه د سزا موندلو د پاره؟ نه...!! نه، بلکې
لَوَجَدُوا اللّٰہَ تَوَّابًا رَّحِیْمًا (۶۴)
يعنې دلته چې راشئ نو توبه به مو قبوله شي، ستاسو ګناهونه به اوبخښلے شي، نور کرم به درباندې دا وشي چې د الله پاک رحمت او مهرباني به مو نصيب شي.
مجرم بُلائے آئے ہیں جَآءُوْکَ ہے گواہ
پھر رَد ہو کب یہ شان کریموں کے در کی ہے([1])
وضاحت: يعنې ګنهګاران چې کوم مدينے منورې ته راشي نو پۀ خپله خوښه نۀ راځي، رَبِّ کائنات د جَآءُوْكَ پۀ فرمائيلو دې پاک در ته د راتللو حکم کړے دے، دلته د راتللو پيغام ميلاؤ شوے دے، ځکه راغلي دي او د سخيانو دا شان نۀ وي چې خپل دَر ته څوک راووغواړي او خالي لاسونه يـې رخصت کړي.