Book Name:Mujrim Bulaye Aaye Hain
روضې مبارکې ته حاضري او د هٰغه ځائے د خاورې د ښکلولو سعادت پۀ ټولو مستحباتو کښې اعظم او اهمه بلکې واجب ته نزدې ده. ([1])
پۀ جذبُ القلوب کښې شيخ محقق عَلَّامه عبد الحق محدث دهلوي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه نقل کړي دي: کله چې يو مسلمان د زيارت پۀ نيت باندې مدينے منورې ته راځي نو فرښتے د رحمت د تحفو سره د هغوئي هر کلے کوي. ([2])
لاکھوں قدسی ہیں کامِ خدمت پر
لاکھوں گِردِ مزار پِھرتے ہیں([3])
وضاحت: يعنې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خدمت د پاره لکونه فرښتے حاضرې وي او پۀ لکونو فرښتے د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روضې مبارکې نه ګير چاپيره تاؤيږي.
پۀ سُنَن دارِ قُطنِي کښې روايت دے: د الله پاک رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ زَارَ قَبْرِي وَجَبَتْ لَهُ شَفَاعَتِی چا چې زما د قبر زيارت وکړو د هغۀ د پاره زما شفاعت واجِب شو. ([4])
طیبہ میں مر کے ٹھنڈے چلے جاؤ آنکھیں بند سیدھی سڑک یہ شہرِ شفاعت نگر کی ہے
وضاحت: اے د مدينے منورې زيارت کوونکو! پۀ دې دَر کښې عمر تير کړئ، که پۀ قِسمت کښې مو دلته مرګ نصيب شو نو زيرے دے چې پۀ طيبه کښې مړۀ کيدل نيغه د جنَّت لاره ده.