Book Name:Dil Ki Islah Kyun Zaroori Hai
دے، په زړه کښې د حَسَد اور بليږي، زمونږ سره د دې لږ شان فِکر هم نه وي حالانکه زړه د رَبِّ کريم د نظر ځائے دے. سُلطانُ العارفين، شيخ سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه ښکلي فرمائيلي دي: که چرې په لامبلو وينځلو رَبِّ کريم ميلاويدلے نو مهيانو (کبانو) به د ټولو نه زيات د رَبِّ کريم نزدې والے موندلے وے، که چرې رَبِّ کريم د ښه ويښتو جوړولو په ذريعه ميلاويدلے نو د ګَډو بيزو ويښته زيات وي، هغوئي به رَبِّ کريم ته زياتې نزدې وے خو حقيقت دا دے چې رَبِّ کريم هغوئي ته ميلاويږي، د چا نِيَّت چې رښتينې او زړه پاک وي. شيخُ الاِسلام حضرت بابا فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاک او د بنده ترمينځه پرده (يعني ركاوټ) صِرف د زړه ګندګي ده، که چرې دا حِجاب لرې شي (يعني زړه پاک شي) نو بنده ته د الله پاک نزدې والے نصيب کيږي.[1]
پاک ہو وَیں تَے پاک مِلے، بِنْ پاکَوْں پَاک نئیں مِلدا
سارے جِسْم دے دَھْوَنْ نالَوْں تُوں دَھو لے ٹکڑا دِل دا
وضاحت: الله پاک دے، صرف پاکو خلقو ته خپل نزدې والے عطا کوي، د ظاهري پاك کوالي په نسبت د زړه پاکئ ته زياته توجه ورکوئ! چې دغه شان تاسو ته د الله پاک نزدې والے حاصِل شي.