Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye
پاک وضاحت کوي، فرمائي: مطلب دا دے چې دا ورځې د بندګانو د ميلمستيا ورځې دي، په کومو کښې چې الله پاک کوربه او بندګان ميلمانه وي، ځکه په دې ورځو کښې روژه نيول لکه چې د الله پاک د دعوت نه اِنکار کول دي، ځکه په دې ورځو کښې خوراک! څښاک! کوئ او د الله پاک ډير ذکر کوئ! [1]
د ذِکرُ الله څه اِختِتَامي وخت نشته
علمائے کرام فرمائي: د حج او قربانئ پوره کيدو نه پس چې کومې ورځې دي، په دغه ورځو کښې الله پاک په خصوصيت سره د ذِکرُ الله حکم اوکړو. د دې نه دا مدني ګل زده کول ميلاو شو چې د هر عبادت يو ټاکلے شوے وخت دے، مثلاً لمونځ د تکبيرِ تحريمه نه شروع کيږي، په سلام ختم شي، روژه د پيشمني نه شروع کيږي او په روژه ماتي ختمه شي، دغه شان د حج هم خاص ورځې دي، غرض د هر عبادت يو ټاکلے شوے وخت دے خو ذِکر هغه عبادت دے د کوم چې څه ټاکلے شوے وخت نشته، دا د ټول عمر عبادت دے، يعني بنده دا خو وئيلے شي چې لمونځ مې کړے دے خو دا نشي وئيلے چې د ذِکرُ الله نه فارغ شوے يم،