Janwaron Par Reham Kijiye

Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye

وَ اذۡکُرُوا اللّٰہَ فِیۡۤ  اَیَّامٍ  مَّعۡدُوۡدٰتٍ ؕ        (پارہ:2،سورۂ بقرہ:203)

[مفهوم] ترجمۀ کنز الايمان: او د الله ياد اوكړئ په شميرلے شوؤ ورځو کښې.

په تفسيرِ صراط الجنان کښې دي. د شميرلے شوؤ ورځو نه مراد اَيَّامِ تشريق دي او د ذِکرُ الله نه مراد د لمونځونو نه پس د حج کولو په وخت د رمئ جمرات [يعني شيطانان ويشتلو] په وخت تکبير وئيل دي.[1] 

تکبيرِ تشريق د کله نه تر کوم وخته پورې لوستے شي!

ياد ساتئ! د نوم په لحاظ سره د 11 ذي الحج نه د 13 ذي الحج پورې (يعني 3 ورځو) ته اَيَّامِ تشريق وئيلے شي خو د تکبيرِ تشريق وئيلو چې کوم حکم دے هغه د 9 ذي الحج د سحر نه د 13 ذي الحج تر مازديګره پورې دے، بهارِ شريعت کښې دي: د 9 ذي الحج د سحر نه د 13 ذي الحج تر مازديګره پورې هر فرض لمونځ کوم چې په جَمعې سره ادا کړے شي، د هغې نه پس يو ځل په تيز آواز سره تکبير وئيل واجب دي او درې ځله تکبير وئيل افضل دي، دې ته تکبيرِ تشريق وئيلے شي. تکبيرِ تشريق دا دے:  اَللّٰہُ اَکْبَرُ  اَللّٰہ ُ اَکْبَرُ   لَآ اِلٰہَ اِلَّا  اللّٰہُ  وَ اللّٰہُ اَکْبَرُ  اَللّٰہُ  اَ کْبَرُ  وَ  لِلّٰہِ الْحَمْد.

 *  تکبيرِ تشريق د سلام نه پس سمدستي وئيل واجب دي * او


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان،پارہ:2،سورۂ بقرۃ:،تحت الآیۃ:203،جلد:1،صفحہ:321۔