Janwaron Par Reham Kijiye

Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye

ذِکرُالله د ټول عمر عِبَادت دے، د دې اختتامي وخت صرف مرګ دے. ځکه مونږ له پکار دي چې هميشه خپله ژبه په ذِکرُ الله لمده اوساتو، خاص طور په اَيَّامِ تشريق کښې خو چې ډير ذِکر اوکړو چې دې ورځو کښې د ذِکرُ الله خاص حکم کړے شوے دے. الله پاک دې مونږ له د ډير ذِکر کولو توفيق راکړي.   اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم         

کاش  لب  پر  مرے  رہے  جاری                   ذِکْر   آٹھوں   پہر   ترا   یا   رَبّ!

چشمِ   تَر   اور  قلبِ  مُضْطَر    دے                       اپنی   اُلْفَت   کی   مَے   پِلا    یا  رَبّ! [1]

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د دعاګانو د قبليدو ورځې

حضرت ابو موسٰـى اشعري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، هغوئي په 10 ذي الحج خطبه ورکړه او اوئې فرمائيل: شميرلے شوې ورځې (يعني اَيامِ تشريق)، په کومو ورځو کښې چې الله پاک د ذِکرُ الله حکم کړے دے، دا هغه مبارکې ورځې دي چې دې کښې دُعا نه رَدّ کيږي. ځکه په دې ورځو کښې الله طرف ته خپل رغبت نور هم زيات کړئ.[2] 

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَيَّامِ تشريق د دُعاګانو


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:79۔

[2]... لطائف المعارف ، صفحہ:388۔