Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye
سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا! جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
د قرآنِ پاک تلاوت کول سُنَّت دي
د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوہ فرامين: (1): زما د اُمَّت اَفضَل عبادت د قرآنِ پاک تلاوت دے.[1] (2): څوک چې د شپې 200 آيتونه تلاوت کړي، د هغه نوم به په تلاوت کوونکو کښې اوليکلے شي او څوک چې 400 آيتونه تلاوت کړي، د هغه د پاره به يو قِنطَار اَجر اوليکلے شي، يو قِنطَار د 120 قيراط برابر دے او يو قيراط د اُحُد د غر همره دے.[2]
اے عاشقانِ رسول! د قرآنِ کريم تلاوت کول سُنَّت دي. زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قرآنِ کريم ډير زيات تلاوت کولو * حضرت عائشه صديقه رَضِیَ اللهُ عَنْهَا فرمائي: يو څيز به هم هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تلاوت کولو نه، نه منع کولو * هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د شپې لمُونځ کښې کله نا کله د پوره سورۀ بقره او سُورَۀ اَلِ عمران تلاوت کولو * هره شپه به ئې د سُوْرَۂ سجدہ، سُورَۂ ملک، سورۂ بنی اسرائیل، سورۂ زمر، سُوْرَۂ کافرون، سُوْرَۂ فلق او د سُوْرَۂ ناس تلاوت کولو او بيا به اوده کيدلو.