Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye
حضرت علـي خَوَّاص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د رحم دِل کيدو په شرطونو کښې دي چې بنده د بے جانه څيزونو سره هم داسې معامله اوکړي، لکه څنګه چې د ژوندو څيزونو سره کولے شي، مثلاً د اوبو لوښے راغستلو او ايښودلو کښې هم د احتياط او ښيګړې نه کار واخلي. نور فرمائي: يو ځل ما کوزه په زوره لاندې کيښوده، چې څنګه مې کيښوده نو د کوزې نه د آه! آواز راغلے (لکه چې په زوره د ايښودو سره کوزې ته هم تکليف اورسيدو)، حضرت علـي خَوَّاص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د هغه ورځې نه زه بے جانه څيزونه هم په نرمئ سره ګږدم.[1]
کيدے شي چې د چا په زړه کښې وسوسه راشي چې لوښے څنګه خبرې کولے شي؟ په دې باره کښې يو عرض دے، الله پاک فرمائي:
وَ اِنۡ مِّنۡ شَیۡءٍ اِلَّا یُسَبِّحُ بِحَمۡدِہٖ وَ لٰکِنۡ لَّا تَفۡقَہُوۡنَ تَسۡبِیۡحَہُمۡ ؕ (پارہ:15،سورۂ بنی اسرائیل:44)
[مفهوم] ترجمۀ کنزُ العرفان: او هيڅ يو څيز داسې نشته چې د هغه د حمد بيانولو سره د هغه پاکي نه بيانوي خو تاسو د دغه څيزونو په تسبيح نه پوهيږئ.